د پسرلي په را د بره کېدو د مرکزي زندان د محبوسینو لپاره د کرکیلې بهیر پیل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په تخنیکي مرسته، د کابل ولایت د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ کې د پسرلي موسم له رارسېدو سره سم د دغې ادارې د کرنې صنعتي برخې د مسلکي پرسونل او د یاد زندان د لسګونو محبوسینو په ګډې همکارۍ پر شاوخوا ۸ هکټاره ځمکه د کرنې بهیر پیل شو.
د نوموړې ادارې د اقتصادي برنامو د ریاست د مسوولینو په وینا له دې کاره یې هدف د محبوسینو لپاره د سالمې بوختیا، له ازادې هوا د استفادې او د کرنې صنعت په برخه کې د هغوی د روزنې لپاره د زمینې او فضا برابرول دي.
مسوولین زیاتوي، چې دمګړۍ یې پر یاده ځمکه کچالو وکرل او تر دې وروسته به د هر موسم سره سم نور کرنیز توکي وکري.
بلخوا بیا، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو ریاست د کرنې صنعتي برخې پرسونل له خوا پر شاوخو ۵ هکټاره ځمکې هم کرکیله پیل شوه.
مسوولین وايي، دا لومړی ځل دی چې پر دې ځمکو چې کرکیله کوي او هدف یې د یاد ګارنېزیون د شاړو ځمکو زرغونول او ترې مثبته ګټه اخیستل دي.
شوال المکرم ۱۵/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
