د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول
د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته له یاد مرکز (۷۵) تنو محجوزینو حبس حجز پاتې موده عفو او خوشې شول او د (۲۴) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې ترچتر لاندې د هېواد په نورو زندانونو کې هم دغه بهیر د عملي کېدو په حال کې دی.
رمضان المبارک ۲۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
