ولایتي خبرونه:(پروان، بدخشان، جوزجان، غزني، نورستان)
د پروان، بدخشان، جوزجان، غزني او نورستان ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي وو، تېره ورځ د بېلابېلو پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.
د نوموړو ولایتونو د زندانونو مسوولینو د یادو مراسمو په ترڅ کې په خپلو ویناوو کې وویل، د دغو درسونو په ترڅ کې ګډونوالو ته د قرآن کریم د آیتونو تفسیر او دیني لارښوونې وشوې، څو د زندانونو کارکوونکي او زندانیان د دیني پوهاوي له پلوه لا پیاوړي شي او خپل ژوند د اسلامي ارزښتونو له مخې تنظیم کړي.
همداراز، ویناوالو زیاته کړله، دا ډول ديني ښوونیز او روزنیز پروګرامونه د هر مسلمان په اصلاح او ښې روزنه کې اړین دي او دغه لړی به لاهم دوام ومومي.
د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېدې
د یاد زندان مسوولینو په وینا، د نوموړي ولایت د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ چې د یادو زندان د مسوولینو له لورې څو ورځې وړاندې پیل شوې وې، د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېدې.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګ زندان امر مولوي محمد هاشم حقاني د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت خبرې وکړې.
داراز، نوموړي دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل چې دا د هر مسلمان ځوان دنده ده د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.
نوموړی زیاتوي، دا ډول دیني او فرهنګي فعالیتونه د بندیانو د مثبت بدلون، اخلاقي روزنې او ټولنې ته د سالم وګړو بېرته ستنېدو لپاره مهم لري.
په پای کې، د یادو زندانونو د مسوولینو له لورې د دغې سیالیو غوره زده کوونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
بل لور بیا، د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د غزني او نورستان ولایتونو سره د زندانونو لورې د خرما مرسته وشوه.
د یادو ولایتونو د زندانونو د مسوولینو په وینا یاده مرسته د نوموړو ولایتوو د زندانونو په زندانیانواو پرسونل په منظم ډول ووېشل شوه.
مسوولین زیاتوي د یادې مرستې موخه د روژې مبارکې میاشتې په دې روحاني فضا کې د نوموړو ولایتونو د زندانونو او پرسونل ته د روژماتې لپاره اسانتیا برابره شي او د ورورولۍ او همکارۍ فضا لا پیاوړې شي.
رمضان المبارک ۲۸/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
