د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ رغنیزې چارې له نږدې وارزولې او کارکوونکو ته یې د چارو په ښه او بنسټيز ډول د ترسره کولو سپارښتنه وکړله.
د یادونې وړ بولو، چې دغه ودانۍ په معیاري ډول د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړېږي او موخه یې توقیفیانو ته د اوسېدو د مناسب ځای او لازمو اسانتیاوو برابرول دي.
رمضان المبارک ۲۷/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
