ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

news_admin
Mon, Mar 16 2026 10:07 AM
ولایتی

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي وو، تېره ورځ د بېلابېلو پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

د نوموړو ولایتونو د زندانونو مسوولینو د یادو مراسمو په ترڅ کې په خپلو ویناوو کې وویل، د دغو درسونو په ترڅ کې ګډونوالو ته د قرآن کریم د آیتونو تفسیر او دیني لارښوونې وشوې، څو د زندانونو کارکوونکي او زندانیان د دیني پوهاوي له پلوه لا پیاوړي شي او خپل ژوند د اسلامي ارزښتونو له مخې تنظیم کړي.

 همداراز، ویناوالو زیاته کړله، دا ډول ديني ښوونیز او روزنیز پروګرامونه د هر مسلمان په اصلاح او ښې روزنه کې اړین دي او دغه لړی به لاهم دوام ومومي.

 

رمضان المبارک ۲۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS