ولایتي خبرونه (بامیان، میدان وردګ، پروان) بامیان ولایت په زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره پای ته ورسېده

news_admin
Sun, Mar 15 2026 12:21 PM
اااا

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د یاد ولایت د زندان او د حج اوقافو ریاست په همغږۍ پیل شوې وه، پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسو کې د بامیان ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمدي" په خپلو خبرو کې د مسلمانانو په ژوند کې د قران کریم پر ارزښت او اهمیت ټینګار وکړ او محبوسین او توقیفیان یې د الهي تقوا، د اخلاقو او کردار اصلاح، د پنځه وخته لمونځونو پابندۍ، توبې او الله تعالی (جل جلاله) دربار ته د رېښتني ستنېدو، د زندان قوانینو او نظم ته د درناوي، د ستونزو پروړاندې د صبر او زغم او د نفس د اصلاح لپاره وهڅول.

نوموړي زیاته کړله، قران کریم د انسان د ژوند تر ټولو غوره لارښود دی او هر مسلمان باید د هغه له لارښوونو څخه د خپل فردي او ټولنیز ژوند د اصلاح لپاره ګټه واخلي.

باید یادونه وکړو چې دغه دوره د محبوسینو او توقیفیانو د دیني روحیې پیاوړتیا، د اخلاقي اصلاح او د دیني پوهاوي د زیاتوالي په موخه ترسره شوې وه، بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت په زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

 

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوې وه، پای ته ورسېده

د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په وینا، د دې دورې په ترڅ کې ګډونوالو ته د قرآن کریم د آیتونو تفسیر او دیني لارښوونې وړاندې شوې،  څو زندانیان د دیني پوهاوي له پلوه لا پیاوړي شي او خپل ژوند د اسلامي ارزښتونو له مخې تنظیم کړي.

نوموړی زیاتوي، د اصلاح او روزنې په پروګرامونو کې دیني زده کړې مهم ځای لري او هڅه کېږي چې زندانیانو ته د علمي او دیني پوهاوي زمینه لا نوره هم برابره شي.

 

بل لور بیا، د پروان ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دې ولایت د سیاګرد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني"او مل پلاوي د نوموړي ولایت د سیاګرد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

 

رمضان المبارک ۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS