ولایتي خبرونه ( بلخ، نورستان) د بلخ او نورستان ولایتونو د زندانونو (۲۶۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول
د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د بلخ او نورستان ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته له یادو ولایتونو څخه د ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو په شمول (۱۴۲) تنو د حبس او حجز پاتې موده عفو او خوشې شول او د (۱۲۴) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.
داراز، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" وویل چې دا ارزونه په شفافه توګه ترسره شوه او د سترې محکمې د اصولو سره سم په معیار برابر زندانیان خوشي او یو شمېر نورو ته تخفیف ورکړل شو.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې ترچتر لاندې د هېواد په نورو زندانونو کې هم دغه بهیر د عملي کېدو په حال کې دی.
رمضان المبارک ۲۳/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
