پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

news_admin
Wed, Mar 11 2026 12:51 PM
پکتیا

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مسوولینو په وینا، د دې دورې په ترڅ کې ګډونوالو ته د قرآن کریم د آیتونو تفسیر او دیني لارښوونې وړاندې شوې، څو زندانیان د دیني پوهاوي له پلوه لا پیاوړي شي او خپل ژوند د اسلامي ارزښتونو له مخې تنظیم کړي.

د زندان مسوولین زیاتوي، د اصلاح او روزنې په پروګرامونو کې دیني زده کړې مهم ځای لري او هڅه کېږي چې زندانیانو ته د علمي او دیني پوهاوي زمینه لا نوره هم برابره شي.

 

رمضان المبارک ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS