ولایتي خبر:(هرات) د هرات ولایت په زندان کې (۲۱۵)تنه محبوسین او محجوزین د قرآن کریم د تجوید، ناظرې، حرفوي زده کړو او سواد زده کړې له دورو څخه فارغ شول

news_admin
Wed, Mar 11 2026 12:01 PM
هرات

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، چې د دې ولایت د زندان او سیمه ییزو مسوولینو ګډون درلود، د زندان رئیس محترم مولوي شراف الدین مخلص وویل، دغه تعلیمي او مسلکي پروګرامونه د دې لپاره تنظیم شوي وو، څو محبوسین او محجوزین د بند موده په اغېزمنه توګه تېره کړي او د دیني، علمي او مسلکي مهارتونو په زده کولو سره د ټولنې ګټور غړي وګرځي.

دوی زیاته کړله، چې په دغو دورو کې ګډونوالو ته د قرآن کریم د تجوید، لیک او لوست زده کړې ترڅنګ بېلابېل حرفوي مهارتونه هم ور زده کړل شول، څو له زندان څخه تر خلاصون وروسته وکولای شي د خپل ژوند لپاره حلاله روزي برابره کړي.

مسولین زیاتوي ، د زندانونو په تعلیمي او اصلاحاتي پروګرامونو کې دا ډول زده کړې مهم رول لري او هڅه کېږي چې دا لړۍ لا نوره هم پراخه شي.

 

 

رمضان المبارک ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS