ولایتي خبرونه ( کونړ، پنجشېر، پروان) کونړ او پنجشېر ولایتونو په زندانونو کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم)  سیالۍ پای ته ورسېدې

news_admin
Tue, Mar 03 2026 9:33 AM
ولایتی

د یادو ولایتنو د زندانونو مسوولینو په وینا، د نوموړو ولایتونو د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ چې د یادو زندانونو د مسوولینو له لورې څو ورځې وړاندې پیل شوې وې، د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېدې.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د کونړ او پنجشېر ولایتونو د زندانونو  مسوولینو د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت خبرې وکړې.

داراز، د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل چې  دا د هر مسلمان ځوان دنده ده د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

په پای کې، د یادو زندانونو د مسوولینو له لورې د دغې سیالیو غوره زده کوونکو ته نغدي ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

 

د یو بل خبر له مخې، د پروان ولایت په زندان کې ( په شرعي نظام کې د اطاعت اثراتو) تر نامه لاندې د سیالۍ ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل شوه

دغه سیالي چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کتلور ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي بنسټ او د زندان مسوولینو په همکارۍ جوړه شوې وه، د نوموړي زندان ۲۰۰ تنو زندانیانو او ۷۰ تنو پرسونل ګډون کړی و.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پروان ولایت د زندان رئیس د مطالعې په ارزښت خبرې وکړې او زیاته کړله چې د دې ډول کتاب لوستلو سیالیو موخه د زندانیانو او پرسونل د دیني پوهې لوړ ول او مطالعې ته د هغوی هڅول دي.

نوموړی زیاتوي، د پایلې اعلانولو وروسته به د سیالۍ غوره ګډونوالو ته ډالۍ او ستاینلیکونه هم ورکړل شي.

 

رمضان المبارک ۱۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS