له دې وروسته به کاسب محبوسین او محجوزین اړوندو مراجعو ته وروپېژندل شي

news_admin
Mon, Mar 02 2026 1:11 PM
مرکز

د ا.ا.ا. د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د زندانونو چارو د سمون ادارې د مسوولینو ترمنځ تېره ورځ کابل کې (په زندانونو کې د فني او حرفوي زده کړو خدمتونو وړاندې کولو) تر سرلیک لاندې یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک له مخې به، له دې وروسته هر هغه ښځینه او نارینه محبوس او محجوز ماشوم چې د یادې ادارې اړوندو محبسونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې یې د چمتوشویو کسبونو څخه هر کسب او حرفه زده کړې وي، د حبس او حجز د مودې تر بشپړېدو وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته رسما وروپېژندل شي، څو ورته د عاید ترلاسه کولو په موخه لازمې عملي کاري زمینې برابرې کړي.

په محبسونو او د ماشوانو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې د کار بازار ته په کتو محبوسینو او محجوزینو ته له معیارونو او ملي نصاب سره سم د کیفیت لرونکو فني او حرفوي زده کړو زمینې برابرول، د هغوی د علمي او مسلکي مهارتونو لوړول، ټولنې ته یې د بیا ورګرځېدو لپاره په ټولنیزې بیا رغونې سمبالېدل، د اقتصادي ځان بساینې له لارې یې د بیکارۍ او د جرم د تکرار د کچې راټیټول، د حبس او حجز پرمهال او تربشپړېدو وروسته یې له وړتیاوو ګټوره استفاده هغه مهمې او اصلي موخې دي، چې په نوموړي هوکړه لیک کې دخیل لوري به یې د دوامدارو همکاریو او همغږيو پر مټ تعقیب او عملي کوي.

د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تر دې وړاندې هم تل هڅه کړې، څو په اړوندو ټولو محبسونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې ټولو ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو د سالمې بوختیا، د کسب او کاري مهارتونو زده کړې او وړتیاوو لوړولو په موخه له یو شمېر نورو همکارو ملي او نړۍوالو بنسټونو سره ورته هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، خو دا هوکړه لیک به هم د دغې ادارې د یادو ټولو هڅو له امله د ښو پایلو ترلاسه کولو او هم محبوسینو او محجوزینو د راتلونکې لپاره ډېر ګټور وي.

 

رمضان المبارک ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS