ولایتي خبرونه: (کندز، سرپل) د کندز ولایت په زندان کې د پرسونل لپاره د جومات رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

news_admin
Mon, Feb 23 2026 11:58 AM
ولایتی

د دغه جومات رغنیزې چارې، د زندانونو چار د سمون ادارې په مالي لګښت او د یاد زندان د ریاست په هڅو چې پکې د یاد زندان کارکوونکو او د هغوي پایوازانو لپاره د اودس خونې او حمامونه شامل وه، جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي زندان مسوولینو وویل؛ هڅه مو دا ده څو پرسونل او زندانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو څو د هغوی تعمیراتي ستونزې حل کړای شي.

 

سرپل:

د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې  د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د اکتید موسسې له لورې د یاد زندان له کارکوونکو او زندانیانو سره د شامپو، صابون، د غاښونو کریم او برسونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، پر محبوسینو او ماشومانو باندې د یادو  ادارو د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

د دې زندان مسوولینو د یادو مرستندویه او همکاره بنسټونو څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او  په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو يې هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

رمضان المبارک ۰۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS