ولایتي خبرونه: (کندز، سرپل) د کندز د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله
د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره د لېدو سربېره پر یو شمېر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.
داراز، پلاوي د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.
په پای کې، د کندز ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د نوموړي زندان اداري، پخلنځي او تخنیکي چارو سربېره امنیتي ټاورونو، قراولونو او پوستو څخه هم لیدنې وکړله او د چارو د لاښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړلې.
سرپل:
د سرپل ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د یاد ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله
د یاد زندان نظامي مدیر او ورسره پلاوي په پیل کې د سوزمه قلعه ولسوالۍ له مسوولینو سره پر اړینو او اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
پلاوي د نوموړي زندان اداري، پخلنځي او تخنیکي چارو سربېره امنیتي ټاورونو، قراولونو او پوستو څخه هم لیدنې وکړله او د چارو د لاښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړلې.
رمضان المبارک ۵/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
