ولایتي خبرونه: (پکتیکا، فاریاب) د پکتیکا ولایت د زندان پرسونل لپاره د موټر چلولو مسلکي کورس پای ته ورسېده

news_admin
Wed, Feb 18 2026 12:46 PM
ولایتی

د نوموړي زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د ټرافیکو مدیریت له لوري د دغه زندان ۶۱ تنو ملکي او نظامي پرسونل لپاره د موټر چلولو مسلکي زده‌کړو دوره پیل شوې وه، چې تېره ورځ پای ته ورسېده

د نوموړي ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" له لورې د یاد مدیریت څخه د مننې ترڅنګ له ګډونوالو څخه د پوهېدو د ارزونې په موخه د ازموینې په اخېستلو سره وړ کسانو ته د موټر چلونې رسمي اسناد ورکړل شو، چې پرمټ به یې د ادارې له وسایطو څه په قانوني ډول استفاده، ښه ساتنه او پالنه وشي.

فاریاب:

د فاریاب ولایت د زندان په انګړ کې د زرغونتیا او چاپېریال ساتنې په موخه یو شمېر نیالګي ګیښودل شول

د یاد زندان رئیس محترم مولوي محمد موسی په وینا؛ د نیالګیو کېنول نه یوازې د چاپېریال ساتنې لپاره اړین دي، بلکې زندانیانو ته د طبیعت سره د مینې او مسوولیت احساس هم پیاوړي کوي.

 

رمضان المبارک ۰۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS