پکتیا ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه څارنه وکړله

news_admin
Sat, Feb 14 2026 9:12 AM
پکتیا

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، نوموړي پلاوي د یادې توقیفخونې د توقیفیانو لپاره د خوړو کیفیت، اوسېدو ځای، روغتیايي چارو او د پایوازۍ له بهیر څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او اړوندو مسوولینو ته یې لارښونې وکړې څو یادې چارې د اصولو او ټاکل شوو معیارونو سره پر مخ یوسي.

داراز، پلاوي د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

شعبان المعظم۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS