ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه.
د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د دیني زدهکړو پر ارزښت د خبرو پرمهال وویل؛ د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم پر ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل سمبالول دي، څو د دنیا او اخرت کامیابي یې په نصیب شي.
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
