ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې.
د یادو زندانونو مسوولینو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د دیني زدهکړو پر ارزښت د خبرو پرمهال وویل؛ د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم پر ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو سمبالول دي، څو د دنیا او اخرت کامیابي یې په نصیب شي.
شعبان المعظم ۱۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
