ولایتي خبرونه: (کندهار، میدان وردګ) د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د کندهار ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د دې زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه.

news_admin
Sun, Jan 25 2026 3:10 PM
ولایتی

د یاد زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زده‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړله، چې د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم پر ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل سمبالول دي.

میدان وردګ:

د میدان وردګ زندان د امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په مشرۍ یو پلاوي د دې ولایت د سید اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله او له مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم وکتل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له امله د مننې تر څنګ، خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

 

شعبان المعظم ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS