ولایتي خبرونه: (بامیان، بادغیس) د بامیان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار ملکي او نظامي پرسونل لپاره د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه

news_admin
Thu, Jan 22 2026 9:03 AM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو په دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار په نوموړي زندان کې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه.

د یاد زندان رئیس محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زده‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او دا یې د ادارې د پرسونل د فکري او اسلامي روحېې د لوړولو لامل وبلل.

باید یادونه وکړو چې د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم په ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل سمبالول دي.

بادغیس:

د بادغیس ولایت له ښځینه زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې چې  د حفظ الصحې او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد زندان پر ښځینه محبوسینو باندې د یادې موسسې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

د بادغیس ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" د نوموړې موسسې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې په دې ساړه موسم کې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي څو د زندانیانو د ژوند شرایط لا ښه شي.

 

شعبان المعظم ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS