ولایتي خبرونه: (کندوز، نورستان)

news_admin
Wed, Jan 14 2026 12:34 PM
ولایتی

د کندوز ولايت د زندان رئیس محترم مولوي نعمت الله "سراجي" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ له توقیفخونې د لیدنې پرمهال له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې او د یادې ولسوالۍ اړوند ټولې اداري او تخنیکي چارې لکه حاضرۍ، د توقیفیانو د ثبت او راجستر کتابونه او داسې نور موارد يې وارزول.

داراز، یاد پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم وکتل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له امله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د شرعي او انساني حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

نورستان:

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ او د یونیسف موسسې له لورې د نورستان ولایت له زندان سره د یو اندازه ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه، چې د یاد زندان د مسوولینو له خوا د نوموړې موسسې د استازو په شتون کې د دې زندان پر محبوسینو په پوره شفافیت وویشل شول.

 

رجب المرجب ۲۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS