د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ مراجعینو لپاره د اداري چارو ساده کولو په موخه ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوي پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید" او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی وه، مراجعینو لپاره د اداري چارو ساده کولو، چټکتیا او روڼتیا په موخه بحث او خبرې اترې وشوې.
همداراز، په ناسته کې د مراجعینو له لورې د وړاندې کېدونکو دوسیو د ثبت او تعقیب ارزونې او پایلو د سپارلو په بهیر کې د یادو چارو د اسانه کېدو لپاره په شته کړنلارو د بیاکتنې او اصلاح په اړه ټینګار وشو.
داراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق وویل؛ د ادارې له یو اساسي موخو څخه د ولسي مراجعینو د ستونزو پر وخت حل، د اداري خنډونو له منځه وړل او د چارو چټکوالی دی څو خلک وکولی شي خپلې قانونې چارې په اسانۍ ، روڼتیا او باور سره پر مخ یوسي.
په پای کې، د نظامي چارو مرستیال له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د اداري پروسو په ساده کولو، د غیر اړینو مراحلو د کمولو او د خدماتو د کیفیت لوړولو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
رجب المرجب ۲۱/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
