د بلخ ولایت د زندان سره د افغانستان د هوساینې او پراختیا موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Sat, Jan 03 2026 2:08 PM
nn

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست مسوولینو په هڅو او د یادې موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې او دستکشې شامل ول، د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز پر محجوزینو په شفافه توګه وویشل شول.

د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین"زاهد"د افغانستان د هوساینې او پراختیا موسسې له همېشنیو مرستو او همکاریو څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، وویل چې د ماشومانو ساتنه، پالنه او روزنه زمونږ انساني او اخلاقي مسوولیت دی او  هڅه کوو څو مرستې را جلب او هغوی ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو.

 

 

رجب المرجب ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS