د کندز ولایت د زندان د نظامي مدیر په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د امام صاحب او خان اباد ولسوالیو له توقیفخونو څخه څارنه او ارزونه وکړله

news_admin
Wed, Dec 31 2025 2:34 PM
ولایتی

د کندز ولایت د زندان د نظامي مدیر په مشرۍ پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د خان اباد او امام صاحب ولسوالیو ته دې سفر پرمهال د یادو توقیفخونو مسوولینو ته زیاته کړله، چې له توقیفیانو سره ښه چلند، ستونزو ته یې په وخت رسېدنه  او د هغوی د حقونو په رعایتولو کې جدي پاملرنه وکړي.

دا راز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو توقیفخونو له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی په خپلو خبرو کې د مسوولینو له خوا د ښه چلند او برابرو شویو اسانتیاوو له امله د مننې ترڅنګ، د اصولو سره سم ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د شرعي اصولو او نافذه قوانینو په رڼا کې د رسېدنې ژمنه وشوه.

 

رجب المرجب ۱۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS