ولایتي خبرونه:(بلخ، کونړ) د بلخ او کونړ ولایتونو له ښځینه محبوسینو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو له محجوزینو سره د همکارو بنسټونو له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشو

news_admin
Tue, Dec 30 2025 2:53 PM
noo

 

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د همکارو بنسټونو له لورې چې په کې کمپلې، جاکټونه، جورابې، دستکشې، خولۍ او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یادو زندانونو پر ښځینه محبوسینو او د اصلاح مرکزونو پر محجوزینو باندې د نوموړو بنسټونو د مسوولینو په حضور کې  ووېشل شوه.

همدارنګه، د بلخ او کونړ ولایتونو د زندانونو مسوولینو د همکارو بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ، په دې ساړه موسم کې یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

رجب المرجب ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS