د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې او ښځینه محبس څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

news_admin
Sun, Dec 28 2025 9:25 AM
توقیف خانه

د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" لومړۍ  د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې ته ولاړ او  هلته يې د یادې توقیفخونې له رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" سره ولیدل او پر اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

 داراز، محترم قاري بلال "فاتح" د یادې توقیفخونې د پایوازۍ بهیر د ارزونې پرمهال د تلاشۍ له ځایونو، سکن ماشینونو او کانټینونو څخه په جلا جلا توګه د لیدو سربېره اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړله څو ځینو ستونزو ته جدي پاملرنه، اسانتیاوې لا زیاتې او له پایوازانو سره خپل چلند لا نور هم ښه کړي.

همداشان، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي دغه توقیفخونې ته له راغلو یو شمېر پایوازانو سره ولیدل، د هغوی خبرې او وړاندیزونه یې واورېدل.

داراز، دغو پایوازانو د مرکزي توقیفخونې له مسوولینو او موظفینو څخه د دوی د تګ راتګ لپاره د لازمو اسانتیاوو، په زندان کې د شته پلورنځایونو یا کانټینونو او په کې له توقیفخونې بهر د بازار په بیه د توکو پلورلو او د مسوولینو د ښه چلند له امله خوښي وښوده، چې یاد پلاوي هم د نوموړو پایوازانو ستونزو او غوښتنو ته د پر وخت رسېدنې ډاډ ورکړ.

همداشان، پلاوي د یادې توقیفخونې له توقیفیانو سره له نېږدې هم ولیدل د هغوی ستونزو او روا غوښتنو لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال او مل پلاوي یې د کابل ولایت د ښځینه محبس څخه لیدنه وکړله.

داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د محبس د پایوازۍ بهیر څخه لیدنه وکړله او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري بلال "فاتح" په مشرۍ پلاوي د ښځینه زندان د روغتیايي برخو لیدنې ترڅنګ ډاکټرانو ته سپارښتنه وکړله چې د هغوی په درملنه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.  

 

 

رجب المرجب ۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS