ولایتي خبرونه: (فراه، ننګرهار، بلخ) فراه ولایت له زندان څخه( ۲۶) تنه محبوسین له دیني زده کړو له دورو څخه فارغ شول

news_admin
Wed, Dec 24 2025 2:53 PM
ولایتی

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د یاد ولایت د زندان امر محترم ملا راز محمد "مسافر" او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی و، د خبرو پرمهال وویل چې دلته په زندان کې درکړل شوې زده کړې به ستاسو د اصلاح سبب وګرځي.

داراز، ملا مسافر وايي چې دغو فارغانو له ډلې ۱۳ تنو د قران شریف ۳۰مې سپارې د حفظ له شپږ میاشتنۍ دورې او ۱۳ تنه نور د قرائت له څلور میاشتنۍ دورو څخه فارغ شول.

نوموړي له زندانیانو څخه وغوښتل چې د دغه طلایي فرصت څخه ګټه پورته او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

همداراز، ویناوالو له زندانیانو څخه وغوښتل چې د دیني، عصري او حرفوي  زده کړو سره د ټولنې د پرمختګ لاره غوره کړي څو د جرمونو او غیر عادلانه کړنو څخه مخنوی وشي.

په همدې حال کې یو شمېر فارغ شویو زندانیانو په بندخونه کې د زده کړو زمینې برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه او له نور زندانیان څخه یې هم وغوښتل چې د زده کړو لاسته راوړلو په برخه کې هر اړخیزې هڅې وکړي.

ننګرهار:

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د ښځينه محبس له محبوسینو سره د یونیسف له لورې د ژمنیو توکو مرسته وشوه.

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د یونیسف موسسې له لورې د دې ولایت د ښځينه محبس له محبوسینو او د هغوی کم عمره ماشومانو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

په یاده مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، بوټان او د اړتیا وړ توکي شامل ول د دې ولایت د زندان پر ښځینه محبوسینو او د هغوی پر ماشومانو د یونیسف ادارې د مسوولینو په حضور کې وویشل شوه.

د ننګرهار و لایت د زندان رئیس محترم رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د یونیسف موسسې د مسوولینو له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل د ښځینه محبوسینو او د هغوی ماشومانو ستونزو ته پاملرنه یو انساني او اسلامي مسوولیت دی او دا ډول مرستې د هغوی پر روحیې او ورځني ژوند مثبت اغیز لري.

نوموړي همداراز، نورو ملي او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو څخه هم وغوښتل څو زندانیانو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د ملاتړ په برخه کې خپلې بشري مرستې پراخې کړي.

بلخ:

بل خوا بیا، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له ښځینه محبس سره د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

 

یاده مرسته کې چې کتابونه، میزونه، باسیکلونه او یوه اندازه د لوبو وسایل شامل ول، د یاد محبس پر ښځینه محبوسینو او د هغوی پر ماشومانو باندې د یادې کمېټې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

د دې زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین زاهد د یاد مرستندویه بنسټ څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او  په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو يې هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

رجب المرجب ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS