ولایتي خبرونه:(بغلان، سرپل) د بغلان ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر په مشرۍ یوه پلاوي د مرکزي بغلان ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او نوموړو ته ی
د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر په مشرۍ یوه پلاوي د مرکزي بغلان ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدمتونو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
همداشان، پلاوي د نوموړې توقیفخونې له اداري، تخنیکي، روغتیایي او پخلنځي څخه په جلا جلا توګه هم لیدنه وکړله او توقیفیانو ته د لاښه خدماتو او اسانتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
داراز، پلاوي د دې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم لیدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې اورېدلي او د نوموړو غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د دوی غږ تر ادارې پورې د رسولو ژمنه وکړله.
سرپل:
د سرپل ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او د اصلاح مرکز له محجوزینو سره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست او یونیسف او اکټید موسسو له لورې د حفظ الصحې، ژمنیو، او روغتیايي توکو مرسته وشوه.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست او یونیسف او اکټید موسسو له خوا شوې مرسته کې چې جمپرونه، بوټان، جرابې، شامپو، صابون، د غاښونو کریم او برسونه، د مېوې جوسونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د دغه ولایت زندان د مسوولینو له لورې پر ښځینه محبوسینو او د هغوی ماشومانو او پر محجوزینو په شفافه توګه وویشل شوه.
د سرپل ولایت د زندان امر محترم ملا ګل محمد "بلخي" د یادو همکارو او مرستندویه ادارو له دغو انسان دوستانه مرستو مننه او په راتلونکې کې یې د ورته مرستو د دوام هیله څرګنده کړله.
جمادي الثاني ۳۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
