د غزني ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله

news_admin
Sat, Dec 20 2025 2:33 PM

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو اداري او تخنیکي چارو د ارزونې ترڅنګ د توقیفخونو له توقیفیانو سره له نیږدې ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته  د شرعي اصولو په رڼا کې د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

همدا شان، د لیدنې پرمهال د نوموړي زندان رئیس له لورې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله هغه فرمان چې  بندیانو سره د ښه چلند، عدالت او انساني حقوقو په رعایتولو باندي ټینګار شوی، د زندان له مسوولینو سره شریک کړای شو.

 

 

جمادي الثاني ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS