د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Tue, Dec 16 2025 2:56 PM
ولایتی

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو، صابون، د غاښونو کریم او برسونه، او د یاد محبس د ښځینه محبوسینو ماشومانو لپاره کتابونه، لوبو وسایل او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، پر محبوسینو او ماشومانو باندې د یادو  ادارو د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

د دې زندان مسوولینو د یادو مرستندویه او همکاره بنسټونو څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او  په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو يې هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

جمادي الثاني۲۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS