د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ د ۱۴۰۵هجري لمریز کال د بودجې د تشریح کولو په موخه ناسته ترسره کړله

news_admin
Mon, Dec 08 2025 10:47 AM
معاونیت نظامی

په ناسته کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال محترم لوي پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"، د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن "سعید"د خدماتو رئیس محترم مولوي سید ولي "عبد الله"، مالي او حسابي رئیس محترم حکمت " مشعل " او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی وو.

داراز، دغه ناسته کې د یادې ادارې د راتلونکي ۱۴۰۵ مالي کال اړتیاوې، لومړيتوبونه، د بودجې د اغیزمن لګښت څرنګوالي او د مالي نظم ښه والي مشخص وړاندیزونه مطرح شول او ټینګار وشو چې د چارو د لا روڼتیا څار او حساب ورکونې لپاره به لازم اقدامات او همغږي دوامداره وي.

په پای کې، پرېکړه وشوه چې د ۱۴۰۵ مالي کال د پلانونو د پلې کیدو لپاره به یوه ګډه کاري تګلاره جوړه او د اجراتو منظم راپورونه شریک شي.

 

جمادي الثاني ۱۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS