ولایتي لنډ خبرونه: (پکتیکا، بلخ)
د پکتیکا ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د دې ولایت د خوشامند، جاني خېلو او وازه خواه ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه او له مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره هم وکتل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شریکې کړې، چې د پلاوي له لورې ورته د رسېدنې او لا نورو لازمو اسانتیاوو برابرولو ژمنه وشوه.
د یو بل خبر له مخې، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ای سي ار سي) له لورې د بلخ ولایت په ښځینه زندان کې یو کلینیک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې یوه معاینه خانه یا کتنځی او یوه د بستر خونه لري.
د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" د یادې کمېټې د همېشنیو مرستو له امله د خوښۍ په څرګندولو وویل، د یاد کلنیک په جوړېدو سره به له دې وروسته د دې زندان ښځینه زندانیانو ته لا زیاتې روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي.
جمادي الثاني۱۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
