د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او اسلحو عمومي مدیریت یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

news_admin
Mon, Dec 01 2025 9:43 AM
مرکزی

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د پلان او اوپراسیون عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې پرمهال نوموړو سره د سلسله مراتبو او نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو، د نظامي یونیفورم په جدي توګه استفادې، مسلکي زده کړو او اړوندو نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د نوموړې ادارې سرپرست او  د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «د شفافیت، نظامي نظم، ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

په ورته وخت کې، د ادارې د تخنیک او اسلحو د عمومي مدیر محترم سمونوال محمد برات "ابوبکر" له خوا د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د دې مدیریت اړوند کاري معلومات هم وړاندې شول، چې د محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" یې لیدو او اورېدو وروسته د رضایت په څرګنولو سره ټولو نظامي مسوولینو او پرسونل ته سپارښتنه وکړله، څو ورسپارل شوي مسوولیتونه او چارې د اسلامي شریعت او له تقنیني اسنادو سره سم او پر وخت ترسره کړي.

 

جمادي الثاني ۱۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS