د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان رئیس د یوناما دفتر له پلاوي سره وليدل

news_admin
Sun, Nov 30 2025 2:37 PM
Mami

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" ‌په داسې حال کې، چې د نوموړي زندان یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د انساني حقونو د خوندیتوب او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

داراز، د دې زندان رئیس یاد پلاوي څخه د زندانیانو لپاره د روغتیا، اعاشوي، صنعتي او یو شمېر نورو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړله چې د راغلي پلاوي له خوا ورسره په نوموړو برخو کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

 

د یو بل خبر له مخې، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" افغانستان کې د سره صلیب نړیوالۍ کمېټې (ای سي ار سي) استازو سره هم په جلا توګه ولیدل.

په دې لیدنه کې، د یادې کمېټې استازو له نوموړي زندان سره د دوی د همکاریو او مرستو د څرنګوالي په اړه  خپل کلنی راپور د دې زندان له رئیس سره شریک او په راتلونکې کې یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" د سره صلیب نړیوالۍ کمېټې له همېشنیو او ارزښتمنو همکاریو مننه وکړله او زیاته یې کړه، د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي د خپلو مالي امکاناتو او ملي او نړیوالۍ بنسټونو د مرستو په ملتیا زندانیانو ته لا ښه خدمتونه وړاندې او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

 

جمادي الثاني۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS