ولایتي خبر(غور) د غور ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د یونیسف موسسې له لورې د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Sat, Nov 29 2025 2:06 PM
کمک

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د یونیسف موسسۍ له لورې د غور ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح مرکز د محجوزینو سره چې په کې لمریز بایلر، قرطاسیه، ترموزونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد ولایت د زندان مسوولینو ته وسپارل شول.

د دې زندان امر محترم ملا حسام الدین "منصور"د نوموړې موسسې څخه د مننې ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

جمادي االثاني۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS