د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د مرکزي برخو یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

news_admin
Thu, Nov 27 2025 12:33 PM
مرکزی

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د یادې ادارې د امنیتي قطعې د قوماندانۍ سرپرست او ارکان رئیس محترم عبیدالله "اخندزاده"، د ښوونیز مرکز قوماندان محترم ملا محمد عالم "معتصم" او یو شمېر نورو نظامي برخو مسوولینو سره د سلسلې مراتبو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو، نظامي یونیفورم څخه د استفادې، مسلکي زده کړو  او اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې د نوموړې ادارې سرپرست او  د نظامي چارو مرستیال خپلو خبرو پر مهال وویل: «د شفافیت، نظامي نظم، ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

 داراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" د ګډ کار، مسلکي چلند او ښې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او ټولو نظامي مسوولینو او پرسونل ته یې سپارښتنه وکړله څو ورسپارل شوي مسوولیتونه او چارې د اسلامي شریعت او د تقنیني اسنادو سره سم پر وخت ترسره کړي.

 

جمادي الثاني ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS