د زندانونو چارو د سمون په ادارې کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
Tue, Nov 25 2025 11:26 AM
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"او یو شمېر نورو رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، محترم حاجي عبد الحی"اخندزاده"د یادې ادارې د ولایتونو سره د اړیکو رئیس او محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" د پلان او پالېسۍ د رئیس په توګه د جلا جلا مراسمو پرمهال اړوند ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي شول.

داراز، د ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري ګلزاد د خبرو پرمهال له پخواني رئیس څخه مننه وکړله، او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او نویو رئیسانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ترې وغوښتل چې په اړوندو چارو کې له یو بل سره پوره همغږۍ او همکارۍ په درلودلو سره  د چارو د پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، نویو ګومارل شویو رئیسانو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر دوی د دې باور له امله په مننې سره زیاته کړله، چې که څه هم دا د دوی لپاره یو دروند بار او مسوولیت دی، نو هڅه به وکړو چې راسپارل شوي مسوولیتونه په پوره امانتدارۍ او ریښتینوالۍ ترسره کړو.

 

جمادي الثاني ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS