ولایتي خبر: (فاریاب) د فاریاب ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره  شوې

news_admin
Mon, Nov 24 2025 3:16 PM
فاریاب

 

د فاریاب ولایت د زندان مسوولینو وویل چې په نوموړي زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو لپاره د فوټبال لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد موسی "ایمل" په وینا، دغه  ډول ورزشي پروګرامونه د زندانیانو په ذهني او جسمي روغتیا کې د مثبتو اغیزو په لرلو سره د ښه چاپېریال په رامنځ ته کولو کې اړین رول لوبوي او د دې سیالیو څخه یې موخه د زندانیانو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول دي.

 

جمادي الثاني ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS