(۲۹۲) تنه افغان زندانیان په ایران کې ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو ته وسپارل شول

news_admin
Mon, Nov 24 2025 9:09 AM
سفر ایران

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د خپلو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په دوام، داځل ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران اسلامي جمهوریت سره د افغان بندیانو د لېږد په هکله د هوکړې پر بنسټ، په داسې حال کې چې او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، (۲۹۲) تنه افغان زندانیان چې د بیلابیلو جرمونو په تور په دغه هېواد کې زندانیان وو، د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو ته وسپارل شول.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي ریاست د معلوماتو له مخې د یادو زندانیانو د لېږد پروسې په لړ کې هر یو به خپلو ولایتونو ته انتقالېږي او د حبس پاتې موده به شرعي او د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې هلته تېروي او له هغه وروسته به خپلو کورنیو ته سپارل کېږي چې په دې موده کې د یادې ادارې له لوري ورته د ژوندانه ټول سهولتونه، د دیني، عصري او حرفوي زده کړې او نورې چوپړتیاوې برابرې شوي.

هېره دې نه وي، چې تر دې دمخه هم د ایران اسلامي جمهوریت څخه ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې ته یو شمېر زندانیان سپارل شوي و، چې د دې ادارې له لوري ورته ټول خدمتونه او د ژوند مناسب چاپېریال برابر شوي دي.

 

جمادي الثاني ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS