د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د هلمند او ارزګان ولایتونو له زندانونو ارزونه وکړله

news_admin
Sat, Nov 22 2025 10:45 AM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې په موخه یو پلاوی هلمند او ارزګان ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د یادو  ولایتونو د (۱۴۰۴) کال د زندانونو د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړله.

داراز، پلاوي د نوموړو زندانونو ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یادو زندانونو کارکوونکو ته د کاري وړتیا د لوړونې په موخه د ربعوار او میاشتني راپورونو د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې سمینار هم ترسره شو.

 

 

جمادي الثاني ۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS