د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو د ښوونې او بیا روزنې عمومي مدیرانو ته د زندانیانو د اصلاح او روزنې ښه تنظیم  په موخه (۳) ورځینۍ سمینار ترسره شو

news_admin
Mon, Nov 17 2025 3:00 PM
قومندانی  تعلیم تربیه

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"په داسې حال کې  چې د نظا ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر مسوولینو شتون درلود، د سمینار ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، په دغه سمینار کې چې کومې زده کړې مو ترلاسه کړي له خپلو همکارانو سره شریکې کړئ څو چارې مو پر وخت او په ښه توګه ترسره شي.

محترم مولوي نظر محمد ناصري وویل چې د دا ډول سمینارونو جوړلو موخه د پرسونل د ظرفیت لوړول دي څو پر مټ یې وکولی شي چارې په چټکۍ سره ترسره کړي.

داراز، محترم مولوي ناصري د سمینار ګډونوالو څخه وغوښتل چې ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو چارو کې ترې ګټه پورته او عملي کړي.

 

جمادي الاول۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS