د بغلان ولایت د زندان یو شمېر زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول
د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د بغلان ولایت د زندان (۲۲) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۸) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.
د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.
همداراز، د بغلان ولایت د زندان له زندانیان څخه د حق المبین د کتاب لوستلو وروسته له هغوی څخه ازموینه واخیستل شوه او پایله کې لسو تنو غوره ګډونوالو ته ډالۍ ورکړل شوې.
جمادي الاول ۲۶/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
