د زندانونو چارو د سمون ادارې پخواني نظامي مرستیال د مخه‌ ښې مراسم ترسره کړل

news_admin
Sun, Nov 16 2025 2:31 PM
مراسم خدا حافظی

دغه مراسمو د ادارې د نظامي برخې امرینو، مدیرانو، افسرانو او ګڼ شمېر کارکوونکو په ګډون ترسره شول.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې پخواني نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د وینا پر مهال له ټولوهمکارانو مننه او زیاته یې کړله، چې د دې ادارې له ټیم سره ګډ کار یې تل د ویاړ وړ بللی دی، هغه د ادارې له رهبرۍ او کارکوونکو وغوښتل چې د اصلاحاتو بهیر لا قوي وساتي او د زندانونو د مدیریت په برخه کې د شفافیت او عدالت معیارونه لوړ کړي.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د دې ادارې نظامي مسوولینو او پرسونل  څخه یې وغوښتل چې د خپلو امرینو اطاعت وکړي د تير په څیر له زندانیانو سره داسې چلند وکړي چې د هغوي د اصلاح سبب وګرځي او په راتلونکې کې د سالمو وګړو په څېر ټولنې او کورنېوسره یو ځای شي.

مراسم د خیر دعا، په کولو  سره پای ته ورسېدل.

 

جمادي الاول ۲۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS