د هرات ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشو  

news_admin
Thu, Nov 13 2025 11:16 AM
ولایتی

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې چې په کې کمپلې، څادرونه، جورابې، زیر پوشي، صابون، د کالیو مینځلو پوډر، د غاښونو کریم او برسونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد زندان پر محبوسینو باندې د نوموړې کمېټې د مسوولینو په حضور کې  ووېشل شول.

همدارنګه، د هرات ولایت د زندان مسوولینو نوموړې کمېټې څخه د مننې  سربېره، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

جمادي الاول ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS