ولایتي خبرونه:(پکتیا، میدان وردګ، فراه، نېمروز)

news_admin
Tue, Nov 11 2025 2:29 PM
walti

پکتيا والي د نوموړي ولایت زندان څخه ليدنې ترڅنګ له زندانيانو سره يې د خوراکي توکو مرسته وکړله

تېره ورځ پکتيا والي محترم الحاج ملا مهرالله "حماد" چې د زندان رئیس او د ولايت مقام ځينو نورو مسوولينو يې هم ملتيا کوله، د دې ولایت د زندان څخه ليدنه وکړله، هلته يې له نږدې د زندانيانو د خوراک، ځای، روغتيايي خدماتو او نورو برخو څخه ليدنه وکړله.

محترم الحاج ملا مهرالله حماد  د ځينو زندانيانو وړانديزونه هم واوريدل او دوی ته يې ډاډ ورکړ، چې يو ځانګړی هيئت به وګماري، څو د ټولو زندانيانو وړانديزونه او غوښتنې واوري او اړوند ادارې يې د دوسيو څېړلو ته د تل په څېر په خپل وخت رسيده ګي وکړي.

محترم ملا حماد  زندانیانو او ساتونکو ته په یاد زندان کې میلمستیا مراسم ترتيب هم برابر کړي وو، چې ۱۵۰ کيلو د پسه غوښه،  ۲۷۵ کیلو انار او نور خوراکي توکې پکې شامل وو.

میدان وردګ:

د میدان وردګ ولایت په زندان کې د پرسونل زندانیانو او پوهنتون لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

 

د دغه ولایت د زندان د مسوولینو په خبره، د نوموړي زندان د ورزش مینه والو زندانیانو، پرسونل او پوهنتون لوبډولو ترمنځ دوستانه سیالۍ  ترسره شوې چې په لړ کې یې پایلوبه کې د نوموړي ولایت د پوهنتون لوبډلې د زندانیانو لوبډلې  ته ۲ پر صفر  ماتې ورکره.

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په وینا، د دې سیالیو څخه یې موخه د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

 

فراه، نېمروز:

د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د فراه او نېمروز ولایتونو له زندانونو ارزونه وکړله

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې په موخه یو پلاوی فراه او نېمروز ولایتونو ته سفر وکړ او هلته یې د یادو  ولایتونو د (۱۴۰۴) کال د زندانونو د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړله.

داراز، پلاوي د نوموړو زندانونو ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یادو زندانونو کارکونکو ته د کاري وړتیا د لوړونې په موخه د ربعوار او میاشتني راپورونو د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې سمینار هم ترسره شو.

 

 

 

جمادي الاول ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS