ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غور) د پکتیکا ولایت د زندان پرسونل د ظرفیت لوړولو د پروګرام په لړ کې، داځل د موټر چلولو د لایسنس ترلاسه کولو په موخه عملي او تیوريکي ټرافیکي درسونه پیل شول

news_admin
Mon, Nov 10 2025 2:03 PM
ولایتی

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" وویل، د دغو درسونو څخه موخه د زندان کارکوونکو ته د موټر چلونې اړین مهارتونه، د ترافیکي قوانینو پېژندنه، او د سمو تګلارو پر بنسټ د خدمتونو وړاندې کولو وړتیا ترلاسه کول دي.

نوموړی زیاتوي د ټرافیکي مدیریت یو مسلکي ټیم د یادو درسونو رهبري کوي، چې په ترڅ کې به د موټر چلولو اصول، د ترافیکي نښو پېژندنه، د سړک د خوندیتوب مقررات، او د بیړنیو حالاتو پر مهال د سمو کړنو طرز العمل تدریس شي.

همداراز، د نوموړي ولایت د زندان پرسونل د دې ګټور پروګرام هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ټرافیکي قوانینو په رعایت سره به د موټر چلولو پر مهال د خوندیتوب معیارونه په پوره دقت سره  مراعات کړي.

غور:

د یو بل خبر له مخې، د غور ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت  د لعل او سرجنګل ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د یاد ولایت د زندان امر محترم ملا حسام الدین "منصور" او ورسره پلاوي د غور ولایت لعل او سرجنګل ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې مسوولینو له پلاوي سره د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل.

داراز، پلاوي د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې د اوسېدو ځایونه، اعاشې، اباتې سربېره له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

جماد الاول ۱۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS