د زندانونو چارو سمون اداره کې د تفتیش عالي ادارې د ۱۴۰۳ کال کاري موده پای ته ورسېده

news_admin
Mon, Nov 10 2025 1:31 PM
تفتیش

د تفتیش عالي ادارې پلاوي د زندانونو چارو د سمون عمومي ریاست په اړوندو برخو کې د ۱۴۰۳ مالي کال د څارنې او ارزونې چارې بشپړې کړې.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پروسه د مالي، اداري او تدارکاتي د فعالیتونو د شفافیت او اغېزمنتیا د ارزونې په موخه ترسره شوې وه.

د تفتیش عالي ادارې مسؤلینو وویل، د څارنې په ترڅ کې د ادارې د عوایدو او لګښتونو حسابونه، اسناد او اجرایي کړنلارې په دقت وڅېړل شوې او اړوند سپارښتنې د لا ښه همغږۍ او اصلاح لپاره وړاندې شوې دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"د تفتیش ادارې له پلاوي مننه وکړله او ویې ویل؛ چې د هغوی سپارښتنې به د اصلاح او پرمختګ لپاره جدي عملي کړي.

د تفتیش عالي اداره ټینګار کوي چې د څارنې او تفتیش دوام د شفافیت د ټینګښت، د قانون د حاکمیت، او د اداري اصلاحاتو لپاره مهم بنسټ دی، او دا لړۍ به په راتلونکي کال کې هم د پلان سره سم روانه وي.

 

جمادی الاول ۱۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS