د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Sun, Nov 09 2025 2:44 PM
paktya

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" او مل پلاوي تېره ورځ د خوست ولایت زندان ته ولاړ، او  د نوموړي ولایت له زندانه لیدنه وکړله او له مسوولینو او پرسونل سره يې د ياد زندان پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو خبرې وکړې.

په ورته وخت کې، پلاوي د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی د امنیتي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو او لازمو اسانتیاوو  برابرولو  په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه کړې ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ سره یاده موضوع شریکوي، څو حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

 

جمادي الاول ۱۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS