د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پایلې اعلان شوې

news_admin
Thu, Nov 06 2025 11:03 AM
غزنی

 

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د دغه زندان رئیس محترم ملا محم نور "بلال شاهین" او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت یې خبرې وکړې.

همدا شان، د یاد ولایت د زندان رئیس په دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل چې  دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت او کړو وړو څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي او ګټه ترې واخلي.

په یاده سیالۍ کې چې (۱۲۱) تنو نارینه، ښځینه او محجوزینو ګډون کړی وو، د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې سره په همغږۍ او د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت د جیدو علماوو لخوا ازموینه واخیستل شوه.

په پای کې، د یادې سیالۍ اول، دوهم او دریم مقام ګټونکو ته نقدي، الفجر ساعتونه او د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) کتابونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

 

جمادي الاول ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS