د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
Tue, Nov 04 2025 3:10 PM
نظامی

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، لغمان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

په ورته مهال، د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان د زندان پرسونل او  له زندانیانو سره ولیدل او  هغوی د یاد  زندان د مسوولینو له خوا د دوی د امنیت د خوندیتوب په موخه له هڅو د مننې ترڅنګ، د خپلو جرمي دوسیو پروخت څېړلو او د برخلیک روښانه کولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي مشر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ بولو چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل هڅه کوي، څو د مرکز او ولایتونو له زندانونو او بندیانو لیدنه وکړي، د امنیتي او نورو برخو وضعیت یې وارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

 

جمادي الاول ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS