ولایتي خبرونه: (زابل، هرات، بادغیس، پروان) د زابل ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ ترسره شوې

news_admin
Tue, Nov 04 2025 2:46 PM
ولایتی

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د دغه زندان امر ملا حکمت الله خطاب او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت او ګټو خبرې وکړې.

همدا شان، محترم ملا حکمت الله په دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل چې  دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي او ګټه ترې واخلي.

په یاده سیالۍ کې چې (۶۰) تنو زندانیانو ګډون کړی وو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې مدیریت د جیدو علماوو لخوا ازموینه واخیستل شوه.

فاریاب:

ورته مهال، په فاریاب ولایت په زندان کې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم)  پایلې اعلان شوې

دغه سیالۍ چې د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او  د دې زندان مسوولینو په همغږۍ ترسره شوې وې، د غونډې ګډونوالو د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت او ګټو خبرې وکړې.

پای کې د یادې سیالۍ ممتازو زده کوونکو باندې ستاینلیکونه او ډالۍ وویشل شوې.

 

هرات، بادغیس:

د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د هرات او بادغیس ولایتونو له زندانونو ارزونه وکړله

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې په موخه یو پلاوی هرات او بادغیس ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د یادو  ولایتونو د (۱۴۰۴) کال د زندانونو د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړله.

داراز، پلاوي د نوموړو زندانونو ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یادو زندانونو کارکوونکو ته د کاري وړتیا د لوړونې په موخه د ربعوار او میاشتني راپورونو د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې سمینار هم ترسره شو.

پروان:

د پروان ولایت له زندان سره  د یو خیریه بنسټ  له لورې د ژمنیو توکو مرسته وشوه

 

د نوموړي و لایت زندان د مسوولینو په خبره یاده مرسته، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ چې کمپلې، جرابې، پټوان او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د نوموړي زندان پر محبوسینو د خیریه بنسټ  د مسوولینو په حضور کې  ووېشل شوه.

د دې زندان مسوولینو د نوموړي بنسټ څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

 

جمادي الاول ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS